
د هند غوره لیګ سیالۍ چې یوه اونۍ وړاندې په عربي اماراتو کې د اوږد ځنډ وروسته یو ځل بیا پېل شوي، د راشد خان لوبډله سنرایزرز حیدراباد په پرلپسې دوه ماتو د سږکال لیګ څخه بهر شوه.
د راشد خان او محمد نبي لوبډلې تر دې دمه د هند غوره لیګ په څوارلسم پړاو کې له ۹ لوبو څخه یوه بریا خپله کړې او ۸ ماتې خوړلي چې یوازې ۲ نمرې لري، د همدې له کبله د سږکال ټورنمنټ څخه بهر شوه.
حیدراباد لوبډله نورې څلور ګروپي لوبې لري، د ټولو سیالیو په ګټلو یوازې ۱۰ نمرې راوړلی شي چې د دوهم پړاو ته د لار موندنې لپاره کفایت نه کوي.
د شنبې په ورځ د عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې د کنیګز الیون پنجاب لوبډلې پر وړاندې حیدراباد لوبډلې د ۱۲۵ منډو هدف بشپړ نشو کړای او د ۵ کمو منډو په توپیر یې ماتې ومنله.
په دغه لوبه کې راشد خان په خپلو څلورو اورونو کې یوازې ۱۷ منډې ورکړې او د کریس ګېل ستره ویکټه یې وسوځوله، نوموړي ته په توپ وهنه کې هم فرصت ورکړل شو خو له ۳ منډو جوړولو وروسته یې ویکټه له لاسه ورکړه.
په سنرایزرز حیدراباد لوبډله کې راشد خان، محمد نبي او مجیب ځدران لوبیږي، چې د آی پي ایل له بیا پېلېدو وروسته یوازې راشد خان ته فرصت ورکړل شوی، خو شونې ده راتلونکې لوبه کې محمد نبي ولوبول شي.
د یادونې وړ ده چې د دهلي لوبډله د جدول په سر کې ځای لري، په دوهم نمبر چنایي لوبډله ځای لري.